فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : دهېواد دمعلولينو او معيوبينو فعاليتونه دستاينې وړ دي .

کابل باختر دتلې دريمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانودچارو معين ډاکتر کمال سادات  نن  دځوانو معلولينو دټولنې له رييس  او غړو سره  په کتنه کې په څو وروستيو کلونوکې د ورزش او مدني فعاليتونوپه برخه کې  دهغوى لاسته راوړنې  دستاينې وړ دي .
  باختراژانس  دخبرله مخې ،  په دې کتنه کې  دځوانانو دچارو معين دمعلولينو او معيوبينو لپاره  دځوانانو دچارو  دمعينيت  دپروګرامونوپه باب  معلومات ورکړل  او له هغوى سره يې ژمنه وکړه  چې د ځوانانو دچارو دمعينيت  په ټولو پروګرامونو کې هغوى ته خاص ځاى په پام کې نيولى دى .
ده زياته کړه  چې دځوانانو  په روزنيز پارلمان کې  دمعلولينو ونډه  مشخصه ده  دوى په عملي توګه  په دې برخه کې  له نورو ځوانانو سره کار کوي اوپه پا م کې لري  چې معلولينو او معيوبينو ته  دځوانانو  په روزنيز حکومت کې  چې ټاکل شوې ده ترڅو اوونيو پورې  پرانستل شي هغوى ته خاصه  څوګۍ  په پام کې نيول شوې ده .
  دځوانو معلولينو  دټولنې رييس  اسد الله کامه وال  په دې کتنه کې  دځوانانو دچارو دمعينيت دکړنو اوفعاليتونو له امله قدرداني وکړه او دهمدردى او په حکومت کې دمعلولينو دشاملولو په موخه  دهېواد معلولينو او معيوبينو ته  دځوانانو دچارو دمعينيت  دمشرتابه  دزياتې پاملرنې  غوښتنه وکړه .
  دځوانو معلولينو  او معيوبينو دټولنې رييس  ، دځوانانو دچارو له معين څخه وغوښتل  چې دهېواد معلولينو ته دې  په وړيا ډول د زده کړې زمينه برابره کړي  چې هغوى وکولى شي  دنورو ځوانانو په شان  خلکو او هېوادته   دخدمت جوکه  شي .
   داپه داسې حال کې ده چې دځوانانو دچارو معينيت  د حکومتوالۍ ، ښوونې او روزنې او په کابل او ولايتونوکې معلولينو او معيوبينو ته دپوهاوي ورکولو  دسيمينارونو دجوړولو په برخو کې  زيات پروګرامونه  برابر کړي دي او هغوى کولى شي  له دغو امکاناتو څخه ګته واخلي .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته