خبرونهTOPټولنهروغتیا

ملي شفاء د سیروم جوړولو فابریکې د شاوخوا ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت، طبي سيروم عراق ته صادر کړل

کابل، د غويي ۱۶مه، باختر
په کابل کې د «ملي شفاء فارماسيټيکل» د سیروم جوړولو فابریکې نن د لومړي ځل لپاره د ۵۸۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت، يو ميليون ۸۰۰ زره بوتله طبي سيروم عراق ته صادر کړل.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په کابل کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د «ملي شفاء فارماسيټيکل» د سیروم جوړولو فابریکې رئیس نثار احمد ترکي وویل چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره، په هېواد کې سراسري امنیت تامین شوی او پانګه والو او صنعتکارانو ته د کار او پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده.
هغه، په بېلابېلو برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د مشرانو او مسئولینو د هر اړخیز ملاتړ قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د هېوادوالو د خدمت په لاره کې به هېڅ راز هڅې و نه سپموي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د یادې فابریکې د فعالیتونو په ستایلو سره وویل چې، که څوک د افغانستان آبادول غواړي؛ نو باید د هغه په آبادۍ کې په واقعي ډول عمل وکړي او د دښمنانو په پوچو او زهرجنو تبلیغاتو دې باور و نه کړي.
ملا خیرخواه، هېوادوال د اسلامي نظام ملاتړ ته را وبلل او پر پانګه والو یې غږ وکړ چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د هېواد په آبادۍ او ځان بسیاینه کې دې ونډه واخلي.
همدا رنګه، د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر وویل:” په شاوخوا درېیو کلونو کې کوم پرمختګ چې موږ د صنعت او د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې وینو؛ دا د هېواد په نږدې تاریخ کې کم سارې موضوع ده او له ظالمانه بندیزونو سره سره؛ بیا هم افغانستان د پرمختګ او ځان بسیاینې په لور ګامونه پورته کوي.
د ډاکټر عمر په وینا، د اسلامي امارت له راتګ مخکې ۹۰ سلنه درمل په غیر قانوني ډول هېواد ته وارد کېدل، خو اوسمهال ۸۰ سلنه درمل په قانوني ډول هېواد ته واردېږي او د قاچاقي درملو د تورید مخه نیول کېږي.
هغه پر سوداګرو غږ وکړ چې د خپلو کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او د هغو خوراکي توکو او درملو له وارداتو دې ډډه کړي چې د کورنیو تولیداتو د تضعیف او کمزورتیا سبب کېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي قدرت الله جمال او د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین مولوي عبدالولي حقاني؛ هم په خپلو خبرو کې د هېواد د ځان بسیاینې او هېوادوالو ته د کاري زمینو برابرولو په لاره کې، د پانګه والو د دغه شان فعالیتونو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د پانګه والو او صنعتکارانو د فعالیتونو بشپړ ملاتړ کوي او هغوی ته په بېلابېلو برخو کې د پانګونې زمینه برابروي.
د یادونې وړ ده چې د «ملي شفاء فارماسيټيکل» د سیروم جوړولو فابریکه، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره خپل تولیدي فعالیت پیل کړ او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې د دغې فابریکې د پانګونې کچه ۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته لوړه شي.
دغه فابریکه په کال کې د ۴۳ ميليونه ۲۰۰ زره بوتله سيروم او ۷۰ ميليونه سرنج(پيچکارۍ) د توليد وړتيا لري او همدا رنګه ۳۵۰ حرفوي فارمسستان، کيمياپوهان، مایکرو بيولوژيستان، انجنیران او ماهر کارکوونکي پکې په کار بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته