امنیت

په بدخشان کې د وسله والو طالبانو بريد شنډ کړاى شو

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۲۶ مه
شپږ تنه وسله وال طالبان تېره شپه په بدخشان ولايت کې ووژل شول.
  د  ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې  د بدخشان ولايت پر تشکان ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد په شا وتمبول شو او دوى د سر د زيان په زغملو سره تيښتې ته اړ شول.
رضايي زياته کړه چې په دې پېښه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او   شپږ تنه نور يې ټپيان شول چې د وژل شويو مړي د جګړې په ډګرکې پاتې دي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته