کابل باختر دسلواغې ۲۳مه
د پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي د مړينې په اړوند د سترې محکمې د ډاډګيرنې پيغام
د افغانستان د اسلامي جمهوريت ستره محکمه، د افغانستان د جهاد او مقاومت د مشر او د افغانستان د اسلامي دولت د لومړنى ممثل پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي د مړينې په مناسبت چې تېره شپه په حق رسيدلى دى، د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوي .
ارواښاد پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي د هېواد يو جهادي مشر و چې زيات کلونه يې په هجرت او د يرغلګرو په وړاندې مقاومت کې تېر کړل او د هېواد په دفاع کې خپل ديني او ملي پور کما حقه ترسره کړى دى .
ارواښاد مجددي د جهاد له برياليتوب وروسته د افغانستان د اسلامي دولت لومړنى ممثل و او د يو ديني عالم او خير غوښتوونکي شخص په توګه يې په هېواد کې د سولې د ټينګښت په لاره کې ارزښتناکې دندې ترسره کړې او له همدې امله د سياسي او جهادي شخصيت په توګه د ملت د درناوي وړ و .
ستره محکمه په داسې حال کې چې د ارواښاد مړينه يوه ضايعه بولي، د الله (ج ) له دربار څخه هغه ته د فردوس جنت او کورنۍ او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوي .
ختم_ ج _ اکرم