امنیت

په خوست کې د ماين دچاودنې له امله د اردو دوو تنو سرتيرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر د مرغومي څلورمه : په خوست ولايت کې دماين دچاودنې له امله د اردو يوسرتيرى ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول . دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د يوولسو بجو په شاوخواکې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت وشوه چې ددغو سرتيرو د سپرلۍ موټر په واټ کې پرښخ کړى شوي ماين وخوت . دخوست ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مسوول باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې د اردو يوسرتيرى ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول . ده وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې امنيتي مامورين د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې او نيولولپاره پلټنې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته