امنیت

په کندز کې دطالبانو په سنګرونو دکوماندو دځواکونو دځانګړو عملياتو پيل

کابل باختر دوږي  دولسمه :
دکوماندو ځواکونو په کندز کې دطالبانو په سنګرونو ځانګړي  عمليات پيل کړل .
دغه عمليات پرون سهار پيل شوي دي او په خپل قوت سره دوام لري .
ددغو عملياتو موخه دوسله والو طالبانو ځپل او دکندز خلکو ته د امنيت تامينول بلل شوي دي .
دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم باختراژانس ته وويل چې دغه عمليات دچار درې ولسوالۍ او دکندز ښار په مربوطاتو کې پيل شوي وي،  په هغو ساحو کې چې په دې وروستيو وختو کې دوسله والو طالبانو دشتون او فعاليت دزياتوالي ډګر دى .
سلي وايي چې دغه عمليات به په چار دره او دکندز ښار په مربوطاتو کې   دوسله والو طالبانو دټغر تر راټولولو پورې دوام ولري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته