کابل باختردچنګاښ دمياشتې١٨نيټه :
اته تنه ډار اچوونکي په غزني ولايت کې د دفاعي ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته وويل: دملي اردو ځواکونو د غزني ولايت د اندړو او مقر د ولسواليو په مربوطاتوکې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ١٣ تنه نور يې ټپيان شول او دغه راز په دغو عملياتوکې د ٢٠٣ تندرقول اردو دوه تنه منسوبين شهيدان او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو منسوبينو د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې پنځه ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړي دي .
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ