کابل/ وري۲۸ مه/باختر
د غزنی د ګچ د ډبرو کان چې د یاد ولایت د ناهور ولسوالۍ د ګاومرده په سیمه کې پروت دی پرون یې داوطلبي ترسره شوه.
د دغه کان داوطلبي څه موده وړاندې د کانونو او پترولیم وزارت له لوري اعلام شوې وه، چې پرون يې د ټاکل شوي هیئت له لورې د څلورو شرکتونو د پروپوزلونو له ارزیابي کولو ورسته د یاد کان داوطلبي ترسره شوه.
په دغه داوطلبي کې د صایم شمس شرکت د ترټولو لوړ رویالتي نرخ په وړاندې کولو سره چې د یو ټن قیمت ۶۰۵ افغانۍ دی د غزني د ناهور ولسوالۍ د ګچ د ډبرو د کان د داوطلبي ګټونکی اعلام شو.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په هېواد کې بېکاري ډېره شوې او خلک د کانونو او نورو پروژو د کارونو د بېرته پیل کېدو غوښتنه کوي.
عبدالمتین افغانمل