کابل باختر د کب د میاشتې ۱۵ مه
د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ کې لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى ولسوال تېره شپه له لسو تنو نورو طالبانو سره ووژل شو .
د باختر آژانس سيمه ييز خبريال دننګرهار دملي امنيت د رياست د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د شيرزادو ولسوالۍ د ګندمک په ساحه کې عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې د چپرهار لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى ولسوال شاهين عادل له لسو تنو نورو وسله والو طالبانو سره ووژل شول او درې تنه نوريې ونيول شول .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دغو عملياتوکې ٧٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي او يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
پاى جذ