ښوونه او روزنه

په پکتيکا کې يو ديرش ښوونځي وتړل شول .

کابل باختر دوږي  دوه ويشتمه :
  په پکتيکا کې ديو ديرشو ښوونځيو دروازې دوسله والو طالبانو له خوا تړلې شوې دي .
دغه ښوونځي دخوشامند اوبرملې په ولسواليو کې دوسله والو طالبانو له خوا تړل شوي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، يوشمير خلکو ويلي دي چې دپکتيکا ولايت دپوهنې چارواکو ددغو ښوونځيو دبيا پرانستلو لپاره هيڅ راز کار نه دى کړى .
له بلې خوا دپکتيکا ولايت دپوهنې رياست مرستيال عبدالرحيم اسحاقزي ويلي دي چې دبرملې اوخوشامند دولسواليو قومي مشرانو او مخوروژمنه کړې ده چې ددغه ولايت دپوهنې له رياست سره په همکارى  به دتړلو شويو ښوونځيو په بيا پرانستلو کې هڅه او هاند وکړي او دغه ستونزه به حل شي .
ختم _ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته