سیاست

ولسي جرګې د کابينې درې وزيران بې واکه کړل

کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٢
په ولسي جرګه کې د خلکو استازو د کابينې د وزيرانو د استيضاح په لومړۍ ورځ د فوايد عامې، د بهرنيو چارو او د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيران بې واکه کړل.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د استازومجلس څه موده مخکې د هغو وزيرانو د استيضاح طرحه چې پرمختيايي بودجه يې په سلوکې تر اويا لګولې ؛ طرحه کړه او د استيضاح په لومړۍ ورځ د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيره ډاکتره نسرين اورياخيل او د فوايد عامې وزير محمود بليغ بې واکه کړل.
د بهرنيو چارو وزير د ٥٨ تاييدي رايو،١٤٠رد رايو، اورياخيل  د ١٤٤ رد رايو او د ٥٦ تاييدي رايو او محمود بليغ د ١٦٤ رد رايو او د ٣٣ تاييدي رايو په ترلاسه کولو سره خپلې دندې له لاسه ورکړې.
دغه غونډه د ولسي جرګې د رييس عبدالرووف ابراهيمي په مشرۍ او د خلکو د ٢٠٧ استازو په ګډون نن جوړه شوه.
ټاکل شوې ده د کابينې ١٤ تنه نور غړي د روانې اوونۍ په بهيرکې د ولسي جرګې له خوا استيضاح شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته