امنیت

شپږتنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

کابل باخترد جوزا دمياشتي١٤ نيټه :

شپږتنه وسله وال مخالفين تيره شپه دلوګرپه ولايت کې دناټو دځواکونو دهوايي بريد له امله ووژل شول.

دلوګرولايت دڅرخ ولسوال فاروق همايون باختراژانس ته وويل وسله والو  مخالفينو تيره شپه دڅرخ ولسوالۍ دشش قلعه په سيمه کې غوښتل دافغان اوناټو دځواکونو په ګزمې بريدوکړي چې دناټو دځواکونو دهليکوپتر په واسطه ورباندې بريد وشو.

خبرځاى  وويل په دې بريد کې شپږ تنه يې ووژل  شول اودهغوى يوه اندازه سپکي  اودرندي وسلې  دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي .

دلوګردوالي ويندوى دين محمددرويش ددغه خبر دتائيدولو په ترڅ کې باختراژانس ته وويل دغو کسانو په دغې ولسوالۍ کې په ورانکارو فعاليتونو کې لاس درلود او ددغه ولايت اصلي اوسيدونکي وو.

دسيمې يوتن اوسيدونکي احمدشاه وويل،دمخالفينو مړي نن دشش قلعه دسيمې په يوبڼ  کې ترلاسه شول اوخپلوانو ته يې وسپارل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته