سیاست

داجراييه رياست مرستيال داوربند ټينګښت دسولې دخبرو اساسي اصول بولي

کابل باختر د زمري  اتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مرستيال حاجي محمد محقق نن داروپا داتحاديې له شارژدافير ستيفن  هوبير سره وکتل او دسياسي او امنيتي حالاتو ، دانتخاباتي نظام داصلاحاتو دځانګړي کميسيون دکار او دسيمې دحالاتو په باب يې خبرې وکړې .
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې داروپا داتحاديې  شارژدافير  دسولې دخبرو دجلريز دخونړۍ پيښې دڅرنګوالي ، د ډار اچوونکو په وړاندې دسيمه ئيزو پوليسو او دوګړنيو ځواکونو  دکارولو  دڅرنګوالي  او دانتخاباتي  نظام داصلاحاتو  دځانګړي کميسيون دکار دڅرنګوالي  په باب داجراييه  رياست دمرستيال دنظر غوښتنه وکړه .
داجراييه رياست مرستيال وويل  ټاکل شوې وه چې دسولې دخبرو دويم پړاو په چين کې  ترسره شي خو دځينو دلايلو له مخې دغه پړاو به هم دلومړي پړاو په شان په پاکستان کې ترسره شي  خو محقق زياته کړه چې دطالبانو دمشر ملا محمدعمر مړينې دخبر اعلام به دسولې دخبرو ددويم پړاو دترسره کولو په څرنګوالي  او وخت باندې اغيزه وکړي .
داجراييه رياست مرستيال داوربند ټينګښت دسولې د خبرو اساسي اصول وبلل او تينګار يې وکړ، تر هغه وخته  پورې چې اوربند ونه شي او دغه اوربند رعايت نه شي  سوله به تامين نه شي او دسولې خبرې به هم  بې نتيجې وي .
داجراييه رياست مرستيال دميدان وردګو  جلريز  دخونړي پيښې او دعامه  نظم دپوليسو يوې قرارګاه ته څيرمه دسيمه ئيزو پوليسو دڅه دپاسه شلو تنو شهادت په باب وويل چې له دغې ترخي پيښې وروسته دحکومت له  خوا دحقيقت موندنې هيئت وګومارل شو او ددغې پيښې دڅرنګوالي په باب له تحقيق وروسته يې خپل رپوټ جمهور رييس ته وړاندې کړ او دغه رپوټ لاتراوسه پورې  زموږ لاس ته نه دى راغلى . 
محقق  زياته کړه چې په جلريز  کې دسيمه ئيزو پوليسو په قرارګاه بريد په سيمه کې دطالبانو دپخوانيو همکارانو او دهغو وسله والو طالبانو له خوا چې له لرې اونږدې  سيمو څخه راټول شوي و ترسره شو او دعامه نظم دپوليسو ، دميدان وردګو ولايت دامنيې قوماندانۍ او دکورينو چارو او ددفاع دوزارتونوله خوا له دغو سرتيرو سره نه ملاتړ دپوښتنې وړ دى .
محقق هيله وکړه چې دحقيقت موندنې  هيئت  رپوټ دخلکو پوښتنو ته ځواب ويلي وي .
داجراييه رياست مرستيال دهيواد دامنيت دتامينولو لپاره له سيمه ئيزو پوليسو څخه داستفادې په باب وويل که چيرې امنيتي  ځواکونه دامنيت دتامينولو قدرت ونه لري دولت هوډمن دى چې دامنيت دتامينولو لپاره دامنيتي ځواکونو په چوکاټ کې له سيمه ئيزو پوليسو او له وګړنيو ځواکونو څخه کار واخلي .
محقق دانتخاباتي اصلاحاتو دځانګړي کميسيون په باب وويل ددغه کميسيون ترکيب دمنلو وړ دى او هيله ده چې ددغه کميسيون په کار کې  لاسوهنې ونه شي .
داجراييه رياست مرستيال ټينګار وکړچې دافغانستان خلک له تقلبي انتخاباتو څخه ستړي شوي  دي اوهيله کيږي چې دغه کميسيون  دانتخاباتو قوانينو اصلاح ، دانتخاباتو نظام له تړلي نظام څخه په يوه پرانستي  نظام بدل کړي او په دانتخاباتي  بنسټونو کې دغوره او ماهرو کسانو دګومارلو لپاره زمينه  برابره کړي .   داجراييه رياست مرستيال زياته کړه چې هزاره جات دډاډمن  امنيت تامينولو ته اړتيا لري چې بايد جدي وبلل شي .
داروپا  داتحاديې شارژدافير  وويل دولت بايد هڅه او هاند وکړي چې دښې حکومتوالۍ  لپاره کار وکړي او بايد په هيڅ يوه سيمه کې امنيتي تشه رامنځته نه شي .
داجراييه رياست مرستيال  دپنځه جمع يو له هيوادونوسره دايران داټومي  موافقه ليک په باب څرګنده کړه چې  دغه موافقه ليک کيداي شي په اقتصادي برخه کې دافغانستان لپاره ګټور وي او د چاه بهار بندر او ددواړو هيوادونوترمنځ  له تجارتي اسانتياو  څخه داستفادې  زمينه  برابره کړي .
داجراييه رياست  مرستيال زياته کړه چې دغه موافقه ليک به د نړۍ او دسيمې په کچه دتاوتريخوالي دکمښت سبب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته