سیاست

په مسکو کې دافغانستان لپاره درې اړخيزه غونډه له هره پلوه دافغانستان دولت او خلکو ته دانديښنو ډکه ده.

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٨
په مسکو کې دافغانستان لپاره درې اړخيزه غونډه له هره پلوه دافغانستان دولت او خلکو ته دانديښنو ډکه ده .
دباختر آژانس خبريال ليکي: افغانستان په سيمه کې دوسله والو طالبانو دبيا سمبالښت او دمشخصو هيوادونو په ملاتړ دجګړې په ډګرونو کې دهغوى دسرونو او پښو دپيدا کيدو له پيل څخه تل په سيمه ييزې اجماع ټينګار کړى دى چې په سيمه کې د ډار اچونې او د ډار اچوونکو د روزنې مرکزونه دړې وړې شي.
د دې ترڅنګ دافغانستان په وار وار له دښمنو ډلو سره دخبرو له لارې سولې ته رسيدل نه دي رد کړي خو دا نوملنډې دي چې دروسيې او چين دهيوادونو استازي له پاکستان سره په لاس يو کولو کې افغانستان ته دبلنې له ورکولو او دهغه له ګډون پرته په افغانستان کې دسولې په باب خبرې کوي.
دافغانستان دخلکو په باور پاکستان له کلونو کلونو راپه دې خوا له ډار اچوونکو څخه په سيمه کې دسياسي او پوځي وسيلې په توګه کار اخستى دى او په دې باب يې دڅو مخيز سياست په غوره کولو سره افغانستان دهغه متحدين تير ايستلي دي .
اوس دغه هيواد يوه بله دسيسه طرحه کړې ده که چيرې وکولاى شي په سيمه ييزو سياليو کې له روسيې او چين څخه دهند په وړاندې استفاده وکړي.
ښايي دپاکستان پوځي پاليسۍ جوړونکي نور هدفونه هم ولري خو هغه څه چې په مسکو کې په درې اړخيزې غونډې پورې اړه پيدا کوي کولاى شو ووايو چې دغه غونډه د ډار اچونې په وړاندې د سيمې دهيوادونو ترمنځ له انديښنې او دڅو ډلو له جوړيدو پرته بل څه نه دي.
دبهرنيو چارو وزارت وياند په دې باب ويلي دي : دافغانانو په غيابت کې دافغانستان دحالت څيړنه نه شي کيداى په واقعبينانه ډول دحالت له څيړنې سره مرسته وکړي.
دغه شان غونډې دافغانانو په وړاندې ددغو غونډو دهدف په باب جدي پوښتنې پيدا کوي.
لنډه دا چې دافغانستان خلک هيڅ راز داسې خبرو او غونډوته چې دافغانانو په رهبرۍ ترسره شوې نه وي ارزښت نه ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته