ټولنه

يوه پنځه کسيزه ډله وسله وال مخالفين دسولې له بهير سره يوځاى شول .

هرات باختر د غويي ٢٥ مــــــــه

يوه پنځه کسيزه ډله وسله وال مخالفين پرون په هرات ولايت کې دسولى له بهير سره يوځاى شول .

دغه کسان پخوا دملا عبدالرحمن په مشري د هرات ولايت د اوبى او چشت شريف  په ولسواليو کې د وسله والو فعاليتو نو په ترسره کولو بو خت وو .

 د هرات ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سيد اقا ثاقب باخترا ژانس ته وويل:دغو کسانو خپل يوه ا ندا زه جنګي وسايل هم سيمه ييزو چاروا کو ته وسپارل.

د يادونې وړ ده چې تر او سه پورې په هرات ولايت کې اووه څلويښت ډلې وسله وال مخالفين چې شمير يې پنځه سوه اتو تنو ته رسيږي دسولې له بهير سره يوځاى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته