سیاست

جمهوررئیس حامدکرزي په افغانستان کې د بریتانیا د فرهنګي مرکز له رئیس سره وکتل

 کابل باختر دلړم دمياشتي ١٠ :

د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په سیمه ایز وخت  پرون مازیګر د لندن په ښارکې په خپل استوګنځي کې په افغانستان کې د بریتانیا د فرهنګي مرکز له رئیس جان میچل سره په داسې حال کې چې د دغه مرکز لویې رئیسې مېرمن بارنوس اوشا پرشار هم حضور درلود، وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې د افغانستان جمهوررئیس په افغانستان کې د بریتانیا د فرهنګي مرکز له فعالیتونو څخه مننه وکړه، وې ویل: موږ خوشحاله یو چې د دغه ډول تعلیمي پروګرامونو ملاتړ وکړو.
حامدکرزي وویل چې د انګلیسي ژبې زده کړه د ضرورت د یوې وسیلې په توګه په ښوونځیو کې زموږ زده کوونکو ته د لوړو زده کړو لپاره ښه فرصتونه برابروي.
په مقابل کې په افغانستان کې د بریتانیا د فرهنګي مرکز ډایرکترجان میشل وویل: د بریتانیا فرهنګي مرکز ژمن دی چې په افغانستان کې کارکوي او د هغه د اوږدمهالې پراختیا څخه ملاتړ کوي.
له دغې کتنې وروسته د هغو دوه موافقه لیکونو د عملي کولو کار پیل شو چې د افغانستان په تعلیمي او د لوړو زده کړو په نظام کې د انګلیسي ژبې د پیاوړتیا لپاره د افغانستان د دولت او د بریتانیا د فرهنګي مرکز ترمنځ  پخوا لاس لیک شوي وو.
د لومړي موافقه لیک له مخې، د بریتانیا فرهنګي مرکز د هېواد په کچه د افغانستان د پوهنې وزارت د انګلیسي ژبې ۱۶۵۰۰ تنو استادنو ته  په معیاري ډول  د انګلیسي ژبې تدریس کوي.
د دویم موافقه لیک له مخې، د بریتانیا فرهنګي مرکز د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره په انګلیسي ژبه د درسونو د تدریس په برخه کې همکاري کوي چې دغه تدریس لومړی د طب او انجنیرۍ له پوهنځیو څخه پیليږي.
د یادولو وړ ده چې د بریتانیا فرهنګي مرکز د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې په ۱۹۶۴ میلادي کال کې په خپل فعالیت پیل وکړ او له هماغه مهاله د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د افغانستان د دولت په ملاتړ، فرهنګي اړیکې ټینګې شوې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته