امنیت

نوي توغندي ددانګام اومرورې په ولسواليو ولګيدل .

کابل باختر د وږي  دوه ويشتمه :
دپاکستاني  پوځيانو له خوا  نوي توغول شوي توغندي  دکونړ ولايت په ځينو سيمو ولګيدل  چې دسرزيان يې نه دى اړولې .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب  سيدخيل دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه توغندي تيره شپه د کونړ ولايت  ددانګام او مرورې په ولسواليو ولګيدل چې دسرزيان يې نه دى اړولى خو کړنيزې  ځمکې يې ويجاړې کړي دي .
ديادونې وړ ده چې له څلوروکلونو راپديخوا  دپاکستاني پوځيانو له خوا دافغانستان دختيځو ولايتونو په سلګونو توغندي توغول کيږي چې لسګونو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې او يوشمير کورنۍ يې له خپلو کورونو څخه وتلو  ته اړ کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته