ټولنه

يوه ځوانه ښځه په هرات کې ځان وواژه

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٢
په هرات ولايت کې يوه ځوانه ښځه ځان زندي کړ او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه.
د هرات امنيتي مسوولين د دغه خبر په تاييدولو سره وايي: دغه پيښه پرون د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د تورغندي په سيمه کې رامنځته شوه.
دهرات دپوليسو د وياند دڅرګندونو له مخې: دغې ځوانې ښځې د کورنۍ ستونزو له امله ځان وژلى دى .
ده زياته کړه: په دې اړوند د ښځې ميړه د زياتو څيړنو په خاطر امنيتي قوماندانۍ ته اخضار شوى دى.
دغه مقام تاييدوي چې د ټولنيزو کړکيچونو له امله دغه ستونزې په کورنيوکې رامنځته کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته