سیاست

د لويه څارنوالي ويندوى: د کابل بانک هغه تورن کسان چې حاضر نه دي؛ په غيابي ډول محاکمه کيږي

٦-کابل – باختر د لړم دمياشتې ٨
د لويه څارنوالي ويندوى وايي: که چيرې د کابل بانک د قضيې تورن کسان محکمې ته حاضر نه شي؛ محکمه به د هغوى په غياب کې پريکړه وکړي.
د باختر آژانس د خبرله مخې : د لوى څارنوالۍ وياند بصير عزيزي چې په يوه خبرى غونډه کې خبرې کولې؛ وويل: که چيرې هغه مرکزونه چې د کابل بانک د تورنو کسانو ضمانت يې کړى دى؛ هغوى محکمې ته حاضر نه کړي؛ محکمه به د دوى په غياب کې پريکړه وکړي.
ده له ماليې وزارت او له افغانستان بانک څخه وغوښتل چې د ملي بانک او د نوى کابل بانک رييسان محکمې ته حاضرکړي .
عزيزي څرګنده کړه: د کابل بانک د قضيې د بحران د څيړنې په خاطر د سترې محکمې له خوا يوه ځانګړې محکمه جوړه شوې ده او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلوونکي خپله لومړنۍ قضايي غونډه جوړه کړي.
ده وويل: له هغه وروسته چې د کابل ولايت استيناف محکمې د نوى کابل بانک د قضيې د تورنو کسانو دوسيې بېرته څارنوالۍ ته وليږلې؛ د لوى څارنوالۍ ادارې دغه دوسيې بېرته محکمې ته وليږلې  او ستره محکمه د دغو دوسيو د څيړنې په خاطر ځانګړې محکمه جوړه کړه چې په کارکې يې ګړنديتوب رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته