-کابل / د غويي ٣ مه / باختر
د کابل والي د افغاني سرې مياشتې له سکرټرجنرالې، ډاکټرې نيلاب مبارز سره په کتنه کې له کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د دغې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کابل ولايت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ کابل والي د سرې مياشتې د عالي ټولنې له سکرټرجنرالې سره په کتنه کې له کرونا ويروس سره د مبارزې په اړوند خبرې وکړې.
د کابل والي محمد يعقوب حيدري له کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د سرې مياشتې د همکاريو له امله مننه وکړه او له کرونا ويروس سره يې د مبارزې له بېړنۍ کمېټې سره د زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.
د سرې مياشتې د عالي ټولنې سکرټرجنرالې په کابل ولايت کې له کرونا ويروس سره د مبارزې د کمېټې د کارونو او فعالتيونو له امله قدرداني وکړه او ژمنه يې وکړه چې له کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې به له دغې کمېټې سره زياته همکاري وکړي.
ختم – ج – اکرم
0 1 دقیقه لوستل