روغتیا

په کونړ کې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره د ځوانانو کمپاين

 کابل/ د غویي ٥ مه / باختر
په کونړ کې ځوانانو د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره يو کمپاين پيل کړى دى.
په دغه کمپاين کې سلګونه کونړي ځوانان په کورونو او نورو عمومي ځايونو کې د ميکروب ضد درملو د شيندلو ترڅنګ پر خلکو دستکشې، ماسکونه او عفوني ضد اوبلن توکي وېشي او کليوالي خلکو ته د کرونا ويروس د مخنيوي لارې چارې زده کوي. 
يو ځوان خپلواک باختر آژانس ته وويل: ترهغه وخته چې خلک د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره يو موټي نه شي؛ دولت يوازې د دغه ويروس په مقابل کې څه نه شي کولاى.
هغه په ټولنه کې د کرونا ويروس خپرېدل خطرناک او مرګانى وباله او له خلکو څخه يې وغوښتل چې په دغه ويروس د اخته کېدو د مخنيوي لپاره روغتيايي لارښوونې رعايت کړي.
ختم – ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته