اقتصاد

په فارم لرونکو ښځو ترايسکلونه وويشل شول .

-کابل باختر د وري نولسمه :
دبلخ ولايت  دکرنې او اوبو لګولو رياست  په يوشمير هغو ښځو چې دچرګانو دروزنې په برخه کې فعاليت  کوي  پرون  ترايسکلونه  وويشل .
  دبلخ ولايت  دکرنې او اوبو لګولو دادارې رييس کاتب شمس  دباختراژانس خبريال ته وويل   چې دکرنې او اوبو لګولو  وزارت له خوا هغو ښځو ته  داسانتياو دبرابرولو  په لاره کې  چې دچرګانو دروزنې په برخه کې  فعاليت کوي  په مزارشريف ښار کې   پنځه ديرش  ترايسکلونه وويشل .  چې ښحې وکولى شي  دخپلو فارمونو  محصولات  ددغو ترايسکلونو په واسطه  بازار ته وليږدوي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په اوس وخت کې  په بلخ ولايت کې  څه ناڅه شپږ زره تنه ښځې  دچرګانو په  روزنې  بوختې دي  او دکرنې او اوبو لګولو وزارت  په پام کې لري  چې په دې برخه کې ښځو ته زيات کارونه ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته