امنیت

دداعشيانو دسر دروند زيان .

کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
دننګرهار ولايت  د داعشيانو په سنګرونو دنويو  ځمکنيواو هوايي بريدونو ډګر و .
  دغه بريدونه  دتيرو څلور ويشتو ساعتونو په بهير کې  د هسکې مينې ، کوټ او داچين  دولسواليو  په ځينو سيمو کې دداعشيانو په سنګرونو  ترسره شول . چې په نتيجه کې  څليرويشت تنه داعشيان ووژل شول او يوشمير نور ټپيان شول .
له بله پلوه ويل کيږي چې پوځيان  په ننګرهار ولايت کې دجلا جلا عملياتوپه بهير کې  د ډار اچوونکو دجنګي وسايلو دشپږو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
  دغه ډيپو ګانې  چې  دداعشيانو او طالبانو په پټنځيو کې ساتل کيدې  دروداتو ، خوږيانيو ، اچين اودکوټ په ولسواليو کې  تيره شپه کشف او ترلاسه شوي دي .
  دننګرهار ولايت يوپوځي مقام وايي  چې ددغو ډيپوګانو څخه په لسګونو سپکې او درندې وسلې  اويوه اندازه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
  په همدې حال ويل کيږي  چې په ننګرهار کې پوځيانو  له ګڼ ميشتو لارو څخه ددريو ماينونو په کشفولو سره په ملکي وګړو  دتروريستي خونړيو پيښو مخه نيولې ده .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې پوځيانو  دڅه ناڅه پنځو چاودنو مخه نيولې ده
  دغو ځواکونو  له تيرې شپې  څخه  تر نن سهاره پورې  دسره رود ، در بابا ، کوټ او دبټې کوټ له ولسواليو څخه څلور ماينونه کشف او شنډ کړي دي .
  دغه ماينونه د دغو ولسواليو  په لويو لارو کې  ښخ کړى شوي و . 
دننګرهار پوځي مقامات طالبان ددغو ماينونو دښخولو مسوول بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته