امنیت

په دايکنډي کې يو تن په جګړه کې ووژل شو.

نيلي –باختر د مرغومې دمياشتې ٢٧
د دايکنډي ولايت د اوسيدونکو ترمنځ پرون نښته کې يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
د دايکنډي ولايت دګتي ولسوال مرتضي عالمي زاده ددغه خبر په تاييدولو سره بآختر آژانس ته وويل: جګړه دګيتي ولسوالۍ په سنګينک سيمه کې دسړک د آوارولو په وخت کې دسيمې دخلکو ترمنځ ونښته چې له امله يې يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: پوليسو ددغې پيښې په اړوند درې تنه نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته