کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ٢٣ مه
په پروان ولايت کې پرون دوه تنه د غلا په تور د پوليسو له خوا ونيول شول .
د پروان د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته وويل چې دغه کسان د پروان ولايت د مرکز دقلعه دشت پشيان اوسيدونکي دي چې دچاريکارو ښار د ميرعلم پله په ساحه کې د پوليسو د پلټنې په وخت کې له دوو تومانچو سره ونيول شول.
د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې دغه کسان د څو موټر سايکلونو په غلاکولو هم اعتراف کړى دى .
ختم_ عطاالله_ اکرم