امنیت

دوه تنه طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٨
په قندهار ولايت کې تیره شپه د ملي اردو د ځواکونو د عملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ د عامه چارو آمر ډګرمن محمد محسن سلطاني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات د ملي اردو د ځواکونو له خوا د قندهار ولايت د ژيړي، ميوند او پنجوايي د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه عمليات د طالبانو له شتون څخه د دغو دريو ولسواليو د پاکولو په مقصد ترسره شوي و چې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم د ملي اردو د ځواکونو لاسته ورغلې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته