امنیت

دلوګر ديو روغتون دډاکترانو او ناروغانو پيسې او موبايلونه لوټ کړى شول

کابل باختر دسلواغې شپاړلسمه :
وسله والو کسانو تيره شپه په لوګر ولايت کې دشفيق الله لودين  دروغتون دډاکترانو او ناروغانو پيسې او موبايلونه لوټ کړل .
  دلوګر ولايت دمحمد اغې ولسوال  نور محمدعبيدي  باختراژانس ته وويل چې شپږ تنه  ناپيژاندو وسله والو کسانو  په محمد اغې ولسوالۍ کې دشفيق الله لودين  روغتون ته  ننوتل او ديوشمير ډاکترانو او ناروغ لرونکو  نغدې پيسې او موبايلونه يې  لوټ کړل .
  ده زياته کړه چې پوليسو ددغې پيښې دعاملينو  دپيژندلو او نيولولپاره  پلټنې پيل کړي دي .
  دلوګر ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر رسول ګل ثمر وويل  چې دغه پيښه  په ډاکترانو او ناروغانو بده اغيزه کړې ده .
ده ددولت له مسوولينو څخه وغوښتل چې ددغه روغتون امنيت ته جدي پاملرنه وکړي .
  دشفيق الله لودين روغتون  له دولسو کلونوراپديخوا  دلوګر ولايت دعامې روغتيا درياست په چوکاټ کې فعاليت کوي او پنځه څلويښت بسترې لري .
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته