امنیت

د زابل د ولايتي شورا د رئيس د ترور لپاره د طالبانو طرحه ناکامه شوه

 کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٢  :
د زابل د ولايتي شورا د رئيس د ترور لپاره د طالبانو طرحه ناکامه شوه.
د عطاجان حق بيان د سپرلۍ په کاروان نن غرمه د شينکي ولسوالۍ په عمومي واټ کې د ماين چاودنه وشوه.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال باختر آژانس ته وويل چې په دې پيښه کې  حق بيان ته زيان نه دى اوښتى؛ خو د هغه يو ساتوونکى ټپي شوى دى.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: ماين واټ ته څېرمه ښخ کړاى شوى و او ددغه سيمه ييز مقام د سپرلۍ د موټر د رسيدو په وخت کې له لرې واټن څخه چوول شوى دى.
تر اوسه پورې د دغه ماين ښخونې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى .
خو د زابل پوځي مقامات وسله وال طالبان ددغه ناکامه ناوړه قصد عاملين بولي او وايي چې ددغې ناکامې طرحې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
تر اوسه پورې د زابل د ولايتي شورا رئيس عطاجان حق بيان څوځلې له ناوړه قصد څخه روغ رمټ پاتې شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته