ټولنه

د هرات په ښځينه بڼ کې د ګڼې ګوڼې له امله د دوو تنو ماشومانو وژل کيدل

کابل  باختر د وري  دمياشتې ٤ :
د هرات په ښځينه بڼ کې د ګڼې ګوڼې له امله دوه تنه ماشومانو تر پښو لاندې شول او وژل شول او اته تنه ښځې ټپيانې شوې.
دغه پيښه نن هغه وخت رامنځته شوه چې ښځو او ماشومانو د ږلۍ د اورښت په بهيرکې غوښتل چې يوې څنډې ته پناه يوسي .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې يوه څلور کلن هلک او يوه پنځه کلنه نجلۍ ووژل شول او اته تنه ښځې ټپيانې شوې.
يو ماشوم د ګڼې ګوڼې او د اکسيجن د کمښت له امله له منځه مړ شوى دى.
په همدې حال کې د هرات د مرکزي روغتون ډاکترانو په دې پيښه کې د يوې  ټپۍ شوې ښځې روغتيايي حالت خراب وباله.
د هرات ښځينه بڼ نن د ښځو او نجونو د ګڼې ګوڼې ډګر و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته