ټولنه

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩:
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس   حامدکرزي  دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام
په ډيرې  خواشينۍ سره خبرشوم چې دپکتيا ولايت قومي مشر او مجاهد سلطان محمد د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي،.
انالله وانااليه راجعون
ارواښاد سلطان محمد له دولتي ماموريتونو سر بيره دخپلې سيمې دمجاهدينو مشر او دخلکو خواخوږى و ، په ملي او قومي جرګو کې يې ګډون درلود  خدمات يې دقدر وړ او مړينه يې يوه ضايعه ده .
دخپلې خواخوږۍ ا وډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو او دپکتيا ولايت خلکو ته وړاندې کوم.
الله تعالي دې دى وبخښي ا وکورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته