کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٩
امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې دچاڼيزو عملياتو په بهير کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتيدفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
امنيتي ځواکونو دغه عمليات دکابل ، قندهار، زابل ، پکتيا او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن بل په داسې حال کې چې ټپي و ، ونيول شو او يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شول
ديوبل خبرله مخې : دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون څلور تنه دغلا په تور دپغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول .
12 د یوې دقیقې څخه لږ