امنیت

د جمهوررئیس غني په مشرۍد وسله وال پوځ د اعلی سر قومندانۍ غونډه جوړه شوه

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٤ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوررئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ ،
په دې غونډه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح ته چې په دې وروسیتو کې په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې په بېلابېلو تروریستي پېښو کې شهیدان شوي وو، دعا وشوه.
غونډې د یادو پېښو د پېښېدو څرنګوالی وارزاوه او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره یې د هېواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسئولینو ته لازمې لارښونې وکړې.
په همدې ترتیب د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ په غونډه کې د هېواد د ځینو ولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو او د دښمن د ځپلو او د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره یې اړوندومراجعو ته لازمې لارښونې وکړې.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته