سیاست

ليتوانيا له افغانستان سره دخپلو مرستو په دوام ټينګار وکړ

کابل باختردتلي دمياشتې  ١٣ :
دليتوانيا ددفاع وزير  دافغانستان دملي اردو دپياوړتيا اوسمبالولو په خاطر دخپل هيواد دځواکونو دهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ.
دليتوانيا ددفاع وزير پرون دهيواد  لويديځ  حوزي ته سفر وکړ اود ٢٠٧ ظفر قول اردو له قوماندان سره يې وکتل.
دباختراژانس دخبرله مخې، دظفرقول اردوقوماندان تورنجنرال تاج محمد جاهد په دې کتنه کې وويل:  ليتوانيا دهيواد دلويديځې حوزي په ولايتونو په تيره بيا دغور ولايت  دامنيت دتامينولو اوثبات په ټينګښت کې دافغانستان  له دولت سره ښه همکاري کړې ده .
په همدې حال کې دليتوانيا ددفاع وزيرهم اعلام وکړچې دغه هيواد دافغانستان  له خلکو اودولت سره دهمکاري په دوام  ژمن دى .
په همدې حال کې دظفر قول اردو قوماندان  په دې کتنه کې وويل  چې په دغې حوزي کې امنيتي ځو اکونه دامنيتي مسووليتونو دريم پړاو ته هم چمتوالي لري
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته