امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختردلړم دمياشتې ٩نيټه :
په قندهار ولايت کې شپږ تنه وسله وال طالبان د پوځيانو په بريدکې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په خاکريزولسوالۍ کې هغه  وخت  بريد وشو  چې د يولړ ډاراچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې  جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: دغه وسله وال طالبان په يو ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې پرې بريد وشو.
ويل کيږي په دې جګړه کې ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته