ورزش

په کونړکې د کرکټ سيالۍ د راتلوونکې جمعې په ورځ پاى ته رسيږي

کابل – باختر د ليندۍ د مياشتې ١٨
په کونړ ولايت کې د کرکټ سيالۍ دوام لري.
د کرکټ بورد ويندوى فريد هوتک د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ يوه اوونۍ مخکې د کرکټ د ودې تر عنوان لاندې د دغه ولايت په کچه د اتو ټيمونو ترمنځ پيل شوې او هدف يې د غورو څيرو پيژندنه ده.
د هوتک د څرګندونو له مخې: دغه سيالۍ درې ورځې نورهم دوام مومي او ټاکل شوې ده وروستی پړاو يې د راتلوونکې جمعې په ورځ ترسره شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته