سیاست

دهيواد دکابينې په غونډه کې ګڼې مسئلې وڅيړلې شوې .

کابل باختر د وږي  پنځمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې غونډه پرون  دجمهور رييس  محمد اشرف غني په مشرۍ  دجمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه .
دجمهوري رياست دچارو دادارې لوى رياست باختراژانس ته خبرورکړ. په غونډه کې له جندا سره سم دعدليې وزير دصنعتي طرحو دملاتړ دقانون طرحه چې داصلي طرحو دحقوقو او دصنعتي طرحو دخاوندانو دحقوقو د ملاتړ ، دصنعتي طرحو دثبت دچارو دتنظيم او په هيواد کې دصنعتي  طرحو په اړوند دنوې تکنالوژۍ دپرمختيا درواجولو او هڅونې په مقصد په څلورو  فصلونو اوشپږويشتومادو کې برابره شوې او دقوانينو د کميټې په غونډه کې دتاييد وړ ګرحيدلې ده غونډې ته وړاندې کړه او زياته يې کړه دقوانينو دکميټې له لارښوونې سره سم دغه طرحه  دسوداګرۍ او صنايعو  دوزارت له خوا بيا څيړل شوې ده او څرنګه چې دنړيوالې سوداګرۍ له سازمان سره دافغانستان دالحاق دشرطونو له جملې څخه د صنعتي ملاتړ دقانون شتون دى، له دې امله ددغه قانون دپړاونو بشپړول  ددغه وزارت په کاري لومړيتوب کې دي .
دهيواد دکابينې له هراړخيزو خبرو وروسته دټولنې دعيني اړتيا په پام کې نيولو سره ددغه قانون طرحه تاييد کړه .
وروسته دملکي  لوړو زده کړو  دقانون طرحه چې دهيواد داساسي قانون په درې څلويښتمه او شپږ څلويښتمه  ماده کې دليکل شويو حکمونو له مخې دلوړو زده کړو دکيفيت د ودې او لوړولو ، دعلمي کادر دغړو دحقوقو او امتيازنو دتامينولو دعلمي کادر دغړو دمکلفيتونو او مسووليتونو دټاکنې ، په بيلابيلو څانګو کې دعلمي کادر دروزنې او دروزنيزو ، علمي ، څيړنيزو او خدماتي فعاليتونو دپرمخ بيولو په مقصد په اوو فصلونو او دوه اويا مادو کې برابره شوې او دقوانينو دکميټې له خوا تاييد شوې ده دعدليې دوزير له خوا غونډې ته وړاندې شوه چې  له هراړخيزو خبرو او دنظر له څرګنديدو وروسته ، دافغانستان داسلامي جمهوريت  کابينې دغه طرحه ديولړ بدلونونو او تصحيحاتو له واردولو وروسته تاييد کړه .
دغونډې دکار په دوام ، دعدليې وزير دملکي هوايي چلند دقانون د ١١ مادې او د ١٢ مادې د ١٥ جز دتعديل  طرحه چې دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې له وړانديز سره سم برابره شوې وه غونډې ته وړاندې کړه .
کابينې له خبرو وروسته دعدليې او دترانسپورت او دملکي هوايي چلند وزيرانو او دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې رييس ته دنده وسپارله چې ددغه تعديل طرحه دې دهوايي ډګرونو دپاليسۍ او پروژې په پام کې نيولو سره دقوانينو په کميټه کې په هراړخيزه توګه وڅيړي او دنتيجې په باب دې دکابينې راتلوونکو غونډو ته رپوټ وړاندې کړي .
ورپسې دهيواد په دننه کې  دسمنتو دتوليد لپاره دپانګونې دجلبولو  ، له کورنيو منابعو څخه په استفادې سره  دساختماني برخې دلومړنيو توکو دبرابرولو ، د اسعارو دتيښتې دمخنيوي ،  دسمنتو دصنعت دودې ، دمهارتونو دليږدونې ، کارموندلو او د اقتصادي مضاعفو اغيزو په مقصد  برابره  شوې ده د کانونو او پتروليم  دوزير له خوا غونډې ته وړاندې شوه او زياته شوه  دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې د ١٣٩٤ کال دچنګاښ دمياشتې دلسمې نيټې له پريکړې سره سم داړوندو وزارتونو بشپړتيايي نظريې  راټولې شوې او دسمنتو  دپاليسۍ دمسودې په طرحه کې په پام کې نيول شوي دي چې البته په تصويب سره به يې پانګې اچوونکو ته دباور دپيداکولو زمينه برابره شي چې دتصويب وړ وګرځيده .
وروسته دماليې وزير په بهر کې دافغاني نمايندګيو دمعاشونواو لګښتونو دليږدونې او مرکز ته دهغوى دعوايدو دليږدونې طرز العمل چې دبهرنيو چارو وزارت له خوا برابر شوى دى  غونډې ته طرحه کړه اوزياته يې کړه دغه طرز العمل  په اجرااتو او په خپل وخت په بهرنيو هيوادونوکې دافغاني نمايندګيو دمعاشونو او لګښتونو دليږدونې او دغه راز په خپل وخت هيواد ته دنمايندګيو دراټولې شويوعوايدو دليږدونې په مقصد برابر شوى دى .
چې  په هغه کې د بهرنيو چارو وزارت مکلفيت لري چې په خپل وخت دماليې وزارت ته دعوايدو دصورت حساب او راټولولو د راپور په ورکولو سربيره په بهرنيو هيوادونوکې ددغه وزارت دنمانيدګيو د عوايدو دراټولولو دقيقه څارنه وکړي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې  دملي وحدت دحکومت د اجراييه رييس  په مشرۍ  دماليې او دبهرنيو چارو وزيران موظف کړل چې دغه طرحه دې دوړاندې شويو نظريو په پام کې نيولو سره په هراړخيزه توګه وڅيړي اوبشپړه  کړي .
ورپسې  دهغو شرکتونو دطبقه بندۍ په باب چې دهغوى دځواکمنۍ  او وړتيا په باب د ډاډ دترلاسه کولو په مقصد داقتصاد وزارت پيشنهادي  طرحه په دريو درجو سره ( منځنۍ او کوچنۍ) په اوو طبقو کې  دخدماتي ، ساحتماني او دمالونو دتدارک دبرخو په تفکيک سره دپانګونې دحجم،  مديريت ، کاري سوابقو او تجربې ،موجودو تجهيزاتو او ماشين الاتو او دنورو امکاناتو په ګډون دمشخصو معيارونو په پام کې نيولو  سره برابره شوې ده داقتصاد دوزير له خوا غونډې ته وړاندې شوه اوزياته شوه .
دغه طرحه په پرمختللو هيوادونو او دنيپال ، ماليزيا او اندونيزيا په شان پرمختيايي هيوادونوکې دشرکتونو دطبقه بندۍ دمدلونو په باب له مطالعاتو وروسته تدوين شوې او دې ته اړتيا ده چې قراردادي شرکتونه دې دپيشنهادي طرحې له مخې طبقه بندي او تفکيک  شي .
دهيواد  کابينې دقراردادي شرکتونو دطبقه بندۍ طرحه  په اصولو کې تاييد کړه او سکتوري وزارتونه يې موظف کړل چې داقتصاد دوزير په مشرۍ دې خپله پيشنهادي طرحه دتدارکاتودقانون دتعديلاتو په پام کې  نيولو سره په دې طرحه کې شامله اوبشپړه کړي .
ورپسې د انرژۍ  او اوبو وزير دهرات ولايت په چشت شريف ولسوالۍ کې دسلما داوبو او بريښنا دبند دپروژې نومونه غونډې ته پيشنهاد کړه اوزياته يې کړه .
دغه پروژه په دې وروستيو وختو کې ددوست هيواد هندوستان په مالي مرسته بشپړه شوې ده چې له هغې څخه په استفادې سره اتيازره هکتاره کرنيزې ځمکې خړوبيږي او دوه څلويښت ميګاواټه دبريښنا انرژي توليديږي .
له دې امله ددواړو هيوادونو افغانستان او هندوستان ترمنځ ددوستانه اړيکو دلازيات ټينگښت په مقصد او ددغه هيواد دهراړخيزو همکاريو په درناوي غوښتنه کيږي چې دسلما داوبو اوبريښنا دبند پروژه دې دافغان هند اويا د هرات _ ديلي ددوستۍ دبندپه نامه ونوموله شي .
کابينې  له هراړخيزو خبرو وروسته دافغان _ هند ددوستۍ دبند په نامه دسلما بندنومونه تصويب کړه .
دغونډې دکارپه دوام دجمهوررييس ستر سلاکار دهيواد دهوايي ډګرونو داقتصادي پرمختيا په باب دموظف کميسيون رپوټ چې مديريت يې له بهرنيو امنيتي ځواکونو څخه دافغانستان داسلامي جمهوريت حکومت  ته ليږدول کيږي غونډې ته طرحه کړ چې په اصولو کې دتاييد وړ وګرځيد او موظف کميسيون او اړوندو وزارتونو ته مشخصې دندې وسپارلې شوې .
  دغونډې په پاى کې دکرنې او اوبو لګولو وزير دهيواد په شپږو زونونوکې دکرنيزو صنعتي پارکونواو دسترو کرنيزو فارمونو دجوړولوپه باب دکرنې او اوبو لګولو وزارت او افغانستان دځمکې د خپلواکې ادارې ګډه طرحه غونډې ته پيشنهاد کړه اوزياته يې کړه  دکرنې او اوبو لګولو  وزارت دافغانستان دځمکې دخپلواکې ادارې په همکارۍ په  پام کې لري چې دکابل ، بلخ ، کندز ، ننګرهار ، هرات او قندهار دولايتونو په ګډون دهيواد په شپږو زونونوکې شپږ کرنيز صنعتي پارکونه جوړ کړي چې دسيلوګانو اوژرندو ، دميو دپيرودنې او پلورنې دمرکزونو ، انډې کولو ، زيرمې ، پروسس او دسړوخونو په برخو کې به دپانګونې فرصتونه رامنځته کړي چې دکابينې له خوا دتاييد وړ وګرځيدل او دکرنې او اوبو لګولو وزارت او دافغانستان دځمکې خپلواکې ادارې ته دنده وسپارل شوه چې په ډيرلنډ ممکن وخت کې دې دزياتو مطالعاتو په مقصد هيئتونه دغو زونونو ته واستوي او دنتيجې په باب  دې دکابينې راتلوونکو غونډو ته رپوټ وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته