-کابل /دغبرګولې ١٨مه /باختر:
په تېرو ٢٤ ساعتو کې دکرونا ويروس د٧٩١مثبتو پېښو په تشخيصولو سره په هېواد کې په دغه ويروس داخته کسانوشمېر شل زره درې سوه دوه څلويښتو تنو ته ورسېد .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دعامې روغتياوزارت نن اعلام وکړ چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کروناويروس ديرش تنه اخته کسان مړه شوي دي چې دا په هېواد کې تراوسه پورې دکروناويروس دخپرېدو له وخت څخه دمړو شويو کسانو لوړ شمېر دى .
دغه راز دعامې روغتيا وزارت څرګنده کړې ده چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې دکروناويروس ٧٩١مثبتې پېښې ثبتې شوي دي . چې په دې سره په هېواد کې په کرونا ويروس داخته کسانوشمېر شلو زرو درې سوه دوه څلويښتو تنو ته رسيدلى دى .
ختم _ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل