روغتیا

څه د پاسه دوه سوه تنو وينه ورکړه

کابل باختر د زمري څوارلسمه :
د افغانستان د اسلامي ثقافت د مرکز د بدني روزنې او سپورت د رياست څه دپاسه ٢٠٠ تنو کارکونکو او ورزشکارانو نن د وينې  په مرکزي بانک کې وينه ورکړه .
د افغانستان د ملي ثقافت د مرکز د بدنې روزنې رييس محمد بابکرخيل وويل:  دغو کارکوونکو او ورزشکارانو په داوطلبانه ډول خپله وينه ورکړه او هغوى په دې  درک سره چې په جګړو او په ترافيکي پيښوکې ټپيانو او هغو ځوانانو ته چې په نشه يي توکو له روږديتوب څخه يې لاس اخستى دى او هم وينې ته اړو ناروغانو ته وينه  ضروري ده؛ خپله وينه ورکړه .
دغه راز د قومونو او قبايلو په چاروکې د جمهوري رياست سلاکار وحيدالله سباوون خبرې وکړې او د خلکو په تېره بيا د ځوانانو ترمنځ د وينې د ورکړې د فرهنګ په  پياوړتيا باندې يې ټينګار وکړ .
د افغانستان  د اسلامي ثقافت د مرکز د بدنې روزنې د رياست دفوټبال فدراسيون مسوول استاد بشير شبير دباختر  آژانس خبريال ته وويل: دغه ځوانان په خپله خوښه دې ته حاضر شول هغو کسانو ته چې له روږديتوب څخه يې لاس اخستى دى  او عادي ژوندانه ته يې مخه کړې ده او وينې ته اړتيا لري ، وينه ورکړي .
شبير وويل چې هره اداره او د ټولنې هر وکړى مسووليت لري چې له روږديتوب  څخه د ځوانانو د مخنيوي لپاره او له دغې ناوړې پديدې څخه د هغوى د ژغورنې لپاره خپل  پور ادا کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته