کابل- باختر د کب دمياشتې ٤
د پاکستان د کراچۍ ښار په ميلر سيمه کې له پوليسو سره په نښته کې د پاکستاني طالبانو دتحريک ديوه قوماندان په ګډون اته تنه مليشې ووژلې شوې.
باختر آژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ:
دغه عمليات د طالبانو د قوماندان ګل زمان د شتون په باب د استخباراتي ادارو له تاييد وروسته ترسره شول.
وژل شوى د تاج عارف لالا نوميده چې د فابريکو د مالکانو په تښولو او هدفمندو وژنوکې لاس درلود.
يو شپاړلس کلن تنکى ځوان چې د ځانمرګي بريد په ترسره کولوکې مشکوک و؛ هم په دې جګړه کې وژل شوى دى.
پوليسو له دغو ياغيانو څخه يوه اندازه وسلې او بمونه ترلاسه کړي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ