امنیت

په هرات کې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٩ :
د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ګډ پوځي عمليات د٢٤ تنو 
وسله والوطالبانو په وژل کيدو سره پاى ته ورسيدل.
دغه عمليات چې دملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت، دعامه نظم او دسرحدي پوليسو په ګډو هلو ځلو سره پنځه ورځې مخکې دشينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتوکې پيل شوي وو؛ د دولت د٢٤تنو وسله والو مخالفينو په وژل کيدو او د اوو تنو نورو په ټپي کيدو سره پاى ته ورسيدل.
د هرات ولايت د پوليسو يوه مقام باختر آژانس ته وويل چې په دغو عملياتوکې  پراخې ساحې د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکې شوې او  امنيتي پوستې  پکې جوړې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته