سیاست

سبا د سولې ستونزمنې خبرې پيل کېږي

 کابل/ د وږي ۲۱مه/ باختر
هغه خبرې چې افغانان ورته له مودو راهیسې شېبې شماري، سبا په دوحه کې پیل کېږي. شک نشته چې دا خبرې به ډېرې ستونزمنې، کړکېچنې او له توندو ناندریو ډکې وې؛ خو له دغو ټولو سره سره افغان ولس د دغو خبرو پیل او بري ته ډېرې هیلې په زړونو کې پاللي دي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
جمهوري ریاست او همدارنګه د ملي روغې جوړې عالي شورا ته نږدې سرچینو ویلي دي چې د افغان حکومت رسمي پلاوی له طالبانو سره د خبرو د پيل په موخه نن دوحې ته ځي. همدارنګه طالبانو پرون ناوخته رسنیو ته یوه اعلامیه واستوله او په هغې کې یې خبر ورکړ چې د سولې خبرې شنبه، د وږي ۲۲ مه په دوحه کې پیل کېږي او دوی ورته تیاری لري.
ټاکل شوې وه چې دا خبرې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې موافقې له لاسلیکه څو ورځې  وروسته پیل شوي وای؛ خو د ځینومسایلو او په ځانګړي ډول د بندیانو د خلاصون پر سر د رامنځ ته شویو ژورو اختلافاتو او جنجالونو له امله دا خبرې وځنډېدې. د خبرو ځنډ د دی مانا نه لرله چې ګنې د سولې لپاره روان کوښښونه هم په ټپه ودرېدل. په دې موده کې افغان حکومت مرکچې پلاوی وټاکه، د ملي روغې جوړې عالي شوار جوړه شوه، د سولې مشورتي لویه جرګه راوبلل شوه، د بندیانو د خلاصون جنجالونه حل شول او ورته یو شمېر نور کارونه هم ترسره شول. یو کار چې افغانانو یې تمه لرله، خو له بده مرغه له ټولو هڅو او کوښښونوسره سره دا کار ونه شو، هغه د سراسري اوربند تامینول دي.
انتظار پای ته ورسېد او د سولې خبرې سبا په دوحه کې پیل  کېږي. له هرراز  شک پرته دا یو ستر تاریخي ګام دی او د افغانانو لپاره برخلیک ټاکونکی ارزښت لري. د دغه ګام تاریخي ارزښت تر  هرڅه وړاندې په دې کې دی چې د سولې خبرو پيل په خپل ذات کې د جګړې پر منطق د بطلان د غټې کرښې د راکښلو مانا لري. یانې ښکیل لوري دې پایلې ته ورسېدل چې جګړه د ستونزو د حل لاره نه ده، جګړه د افغانستان روانه کشاله حل کولای نه شي، جګړه افغانستا له اوسني کړکېچه ایستلی  نه شي او جګړه هېڅ لوري ته بری راوړی نه شي. د جګړې پر منطق د بطلان کرښې راکښل یو بری دی، د سولې پر لور یوګام دی، د باور فضا د رامنځ ته کولو پر لور یو ګام دی، یوښه ګام دی، یوګټور ګام دی او یو اغېزمن ګام دی.
څه چې اوس ډېر ارزښت لري هغه د دغو خبرو اجنډا او د هغوی د پرمخ بیولو څرنګوالی دی. موږ د افغانانو پر درایت اوهوښیارۍ بشپړباور لرو، موږ باور لرو چې له ټولو ژورو اختلافاتو سره سره چې د دواړو لوریو تر منځ شته، له ټولو هغو متضادو دریځونو سره سره چې دواړه لوري یې د افغانستان د قضایاوو په اړه لري، دوی کولای شي چې د تفاهم ګډ ټکي ومومي، د خبرو لپاره ګډ محور جوړ کړي، د یو بل خبرې په خورا  سړه سینه او زغم واوري، یو بل ته د خبرو له لارې قناعت ورکړي او دواړه لوري په ګډه دا خبرې هغې پایلې ته ورسوي چې افغان ولس یې تمه لري.
موږ دواړه لوري زغم اوحوصلې ته رابولو، موږ پر دواړو لوریو غږ کوو چې د افغانستان لوړې ملي ګټې د خبرو اصلي محور وټاکي، موږ دواړه لوري رابولو چې په هېواد کې روانې خونړۍ جګړې ته د پای ورکولو او  ډاډمنې سراسري سولې د بسیاکولو او همدارنګه د افغانانو د لوړو ملي ګټو د تامین لپاره انعطاف ښکاره کړي، سولې ته خپله ژمنتیا په عمل کې ثابته کړي او هېواد له اوسني کړکېچه وباسي.
پاى-ن-ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته