امنیت

په کندز کې په يو تروريستي توطيه کې د نهو تنو پوليسانو شهيدانول.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣
نهه تنه پوليسان په کندز ولايت کې ديوې تروريستي بريد له امله شهيدان شول.
په دغو پوځيانو تيره شپه ديو ملګري له خوا چې ويل کيده د طالبانو په ډلې پورې اړوند و ډزې وشوې او وروسته اور واچول شو.
درارسيدلو خبرونو له مخې : دتيرې شپې په نيمايي کې د طالبانو په ډلې پورې اړوند يو سيمه ييز پوليس دکندز ښار دعلي آباد ولسوالۍ په لويه لاره په ظاهري توګه دګزمې په وخت کې طالبان را وغوښتل او ديوبل په همکارى سره په نهو تنو سرتيرو ډزې وکړې .دافغانستان په شمال ختيځ کې د ٨٠٨ سپين زر زون وياند محفوظ الله اکبري دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په طالبانو پورې اړوند پوځي د نهو تنو ملګرو له وژلو وروسته په بې رحمانه توګه دوى ته اور واچاوه.
ده وويل : د طالبانو په ډلې پورې اړوند سړى تښتيدلى او د ده دموندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته