امنیت

د طالبانو له منګلولو څخه د هرات محکمې د دوو تنو قاضيانو ژغورنه

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٣
د محکمې دوه تنه قاضيان چې د وسله والو طالبانوله خوا تښتول شوي وو؛ د ملي اردو د ځواکونو د عملياتو په بهيرکې آزاد شول.
دغه کسان تېره شپه د هرات – قندهار د لويې لارې په اوږدوکې د شينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والوکسانو له خوا تښتول شوي وو چې د ٢٠١١ ظفر قول اردو د لومړۍ لوا د شپږم کنډک د پرسونل د چټکو عملياتو په بهيرکې آزاد کړى شول.
په هرات ولايت کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل: د ابتداييه محکمې رييس سيدخالد او د استيناف محکمې قاضي خواجه مزمل د دوو ټيلرونو له چلوونکو سره د هرات – قندهار د لويه لاره شترګدا  له سيمې څخه د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته