ټولنه

له اساسي قانون څخه دپنجشير دسيمه ييزو مقاماتو ملاتړ

کابل – باخترد مرغومي دمياشتې ٢٠
دپنجشير ولايت سيمه ييزو مقاماتو نن په يوه غونډه کې دهيواد داساسي قانون ملاتړ وکړ.
دپنجشير له ولايت څخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې، دغونډې ويناوالو وويل چې اساسي قانون د يو هيواد ډير لوړ حقوقي سند دى او د نورو قوانينو دتنظيمولو لپاره لارښود دى .
دپنجشير ولايت مقاماتو په دې بانډې په ټينګار سره چې دملي وحدت دولت دې بايد په جدي توګه دهيواد داساسي قانون ملاتړ وکړي دپنجشير ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس غلام رسول چې دغه غونډه يې د دولتي ادارو مدني مرکزونو درييسانو او ځوانانو په ګډون ددغه رياست په مقر کې جوړه کړې وه وويل چې داساسي قانون ملاتړ په حقيقت کې دهيواد د اوسني نظام منل او ملاتړ دى .
دغونډې په پاى کې دغونډو ټولو برخه والو په يو غږدهيواد له اساسي قانون سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
ويل کيږي دا لومړنۍ غونډه ده چې دلومړي ځل لپاره دهيواد داساسي قانون په ملاتړ په پنجشير کې جوړيږي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته