ښوونه او روزنه

يو ځوان مخترع په بلخ کې وستايل شو

 مزارشريف/ باختر د زمري دمياشتې ٢٢ مه :؛
ځوان مخترع زين الله اخلاقي چې د اسکواتور، د اطفايې موټر او زغروال ټانک  يې جوړ کړي دي، پرون په بلخ کې وستايل شو.
زين الله اخلافي د يوه ښوونحي د يوولسم ټولګي زده کوونکى دى او په مزارشريف ښارکې ژوند کوي.
دغه هوښيار او مبتکر ځوان يو کال مخکې د ښوونځي د رخصتيو په وخت کې د ساختماني ماشين آلاتو د جوړولو په فکرکې شو او په لږو موجودو امکاناتو او په خپل بيوزلى کورکې وکولاى شول د اسکواتور، د اور وژنې موټر او زغروال ټانک  په ګډون وسايل جوړ کړي.
زين الله اخلاقي چې١٤ کلن دى، خپل جوړ کړي وسايل يې د ځوانانو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په درناوي په بلخ کې نندارې ته وړاندي کړل او د نندارتون د جوړونکو له خوا وستايل شو.
زين الله وايي: لومړى ځل دى چې د دولتي ادارو له خوا ستايل شوى دى.
دغه ځوان زياتوي چې د هڅونې او مالي ملاتړ په صورت کې  کولاى شي زيات وسايل جوړ کړي.
ده زياته کړه چې اوس د يو ستر  فلزي ټانک د جوړولو په حال کې دى، خو د بيوزلى له امله نه شي کولاى هغه بشپړ کړي. خو خپله هيله له لاسه نه ورکوي او د هغه په جوړولو بوخت دى او تر اوسه پورې څوک او يا کوم بنسټ له هغه سره مرسته نه ده کړې.
دغه ځوان له حکومت څخه غواړي چې د هغه زيات ملاتړ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته