-محمود را قي د وږي ۲ باختر
د کرنې، اوبولګولواو مالداری وزارت په کاپیسا کې ۱۷۷ کرنیزي پروژې تطبیقوي.
د کاپیسا د کرنې د ادارې رییس همایون حبیب باخترآژانس ته وویل چې په دغو پروژو کې د ممیزو سل خونې ، د پیازو د زیرمې څلویښت خونې ، د پټاټو شل زیرمې، د میوو او سبو د وچولوپنځوس لمریزدستګاوې، د میوو د ساتنې لپاره دولس سړې خونې شامل دي چې د جوړولوکاريې په چټکۍ سره دوام لري.
همایون حبیب زیاته کړه چې دغه پروژې د کرنیزومحصولاتو د خرابېدود مخنیوي په خاطر تطبیقېږي چې له یوې خوا بازار مدیریت شي او له بلې خوا د بزګرانوعاید زیات شي.
د دغو پروژو ټول لګښت د کرنې، اوبو لګولو او مالداری وزارت د بودجې له لوري ۱۲۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی او دغه پروژې د تګاب، نجراب ، کوهبند، د کوهستان لومړی او دویمې برخې ولسوالیواو په محمود راقي کې تطبیقېږي.
ختم ع
0 1 دقیقه لوستل