کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
دوسله والو طالبانو يو مشهور تروريست چې طالبانو ډلې ته يې دجنګي وسايلو دليږدونې مسووليت درلود ، په قندهار کې ونيول شو.
دقندهار دملي امنيت د رياست يوه خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ. دغه مشهور تروريست چې د طالبانو ډلې او دجګړې سيمو ته يې دجنګي وسايلو دليږدونې مسووليت درلود ، دملي امنيت دځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ونيول شو.
خبرځاى زياته کړه : په نيول شوي تورلګول شوى چې جنګي وسايل يې دتروريستي بريدونو دترسره کولو لپاره قندهار ته ليږدول.
خبرځاى وويل : نيول شوى سړى دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى چې ددغه ولايت د دامان ولسوالې دملنګ په سيمه کې نيول شوى دى.
خبرځاى څرګند کړه له ده څخه درې کلاشينکوفونه او دکلاشينکوف درې سوه ګولۍ هم ترلاسه شوې دي.
1 1 دقیقه لوستل