– کابل / د سلواغې ۲۲مه /باختر
یو تن د هرات – بادغیس په لویه لاره کې د برېښنا تولیدي سولرونو د غلا په تور ونیول شو.
د هرات د امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت یو مسوول باخترآژانس ته وویل: دغه سړی د برېښنا تولید د۱۴ سولرونو د غلا په تور د بادغیس په تګلوري کې لاس په لاس ونیول شو.
هغه زیاته کړه چې له دغه سړي څخه د برېښنا د تولید ۱۴ سولرونه ترلاسه شوي او غل ترڅارنې لاندې دی.
هغه وویل دغه سولرونه یې د سندونو له مخې خپل خاوند ته وسپارل.
ج-ا