امنیت

ددولت دوه تنه کارکوونکي داختلاس او په عامه شتمنيو د مزو چړچو په تور ونيول شول .

کابل باختر دوږي اوولسمه :
دغور ولايت دملي امنيت رياست ددولت دوه تنه کارکوونکي په غور کې  داختلاس او په ورانکارو عملونو  دلاس لرلو په جرم ونيول . 
دملي امنيت دلوى رياست يوه خبرځاى  دباختراژانس خبريال ته وويل دغور ولايت دفوايد عامې رياست کارکوونکي محمد اقبال دپنځه ديرشو مليونو افغانيو داختلاس  او  په ورانکارو فعاليتونوکې دلاس لرلو په جرم  او دغه راز  ددغه ولايت دکار ټولنيزو چارو شهيدانو او دمعلولينو رياست  کارکوونکى عبدالصمد دسندونو دجعل او په عامه شتمنيو د مزو چړچو  په اړوند دغور ولايت  دملي امنيت دکارکوونکوله خوا ونيول شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل  چې نيول شوي کسان دزياتو تحقيقات لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته