امنیت

دپکتيا په اريو ب ځاځيو کې د طالبانو په پټنځايونو د پوځي عملياتو پيل .

پکتيا باختر د غويي ٢٥ مــــــــه

نن د وسله والو طالبانو له شتون څخه دپکتيا ولايت داريو ب ځاځى ولسواليو د پا کولو لپاره افغان پوځيا نو نن عمليات پيل کړل .

دغه پوځي عمليات چې د ناټو دجنګي الو تکو ملا تړ هم ورسره وو نن غر مه پيل شول او ويل کيږي چې په بشپړه تو ګه د وسله والو طالبانو دپټنځايونو تر دړې وړې کيدو پورې دوام و مومي درارسيدلو خبرو نو له مخې، دغه عمليات له هغه وروسته پيل شول چې يوې ډلې وسله والو طالبانو نن غر مه دهغو افغان سر تيرو په کاروان بريد وکړ چې د اريو ب ځا ځى ولسوالۍ په مر بو طاتو کې دګز مې په حال کې وو .

 د اريو ب ځاځى ولسوال ازاد خان باخترا ژانس ته وويل چې تر او سه پورې يو زيات شمير وسله وال طالبان وژل شوي او يو تن يې له خپلو جنګي وسايلو سره نيول شوى دى .

 په داسې حال کې چې دغه عمليات دوام لري ا زاد خان وايي چې وسله وال طالبان له څلورو خوا و په خپلو پټنځايو نو کې د افغا ن سر تيرو په کلا بندى کې دي .

ده وويل چې ددغو عمليا تو په بهير کې تر او سه پورې افغان سر تيرو اونا ټو پوځيا نو ته زيان  نه دى او ښتى .

د اريو ب ځاځى د ولسوال  دڅر ګند ونو له مخې، دغه عمليات به د وسله والو طالبانو له شتون څخه ددغو سيمو تر پا کولو پورې دوام ومو مي .

داريو ب ځاځى ولسوالۍ د ګرديز ښار دختيځ په پنځه اتيا کيلو متري واټن کې ده .

دغه لرى پرته ولسوالۍ دسختو لارو په لرلو سره د وسله والو طالبانو د فعاليتو نو ډګر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته